د کډوالو عالي کمېشنري: افغانستان کې درې ميليونه او ۴ لکه کسان بې‌ځايه شوي دي

ارشيف

د کډوالو عالي کمېشنري وايي، افغانستان کې درې ميليونه او ۴ لکه کسان بې‌ځايه شوي دي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري (UNHCR) وايي، په افغانستان کې دا مهال د بې‌ځایه شویو کسانو شمېر درې ملیونه او ۴ لکو ته رسېږي، چې تر نیمايي زیاته برخه یې ښځې او نجونې دي.

په افغانستان کې د دې ادارې څانګې نن په یوه ټویټ کې ویلي، جبري بې‌ځایه کېدل د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي د خطر د جدي کېدو سبب کېږي او دا د دې وخت دی، چې له بشري حقونو د سرغړونې دغه لړۍ ودرول شي.

د نوامبر ۲۵مه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیواله ورځ وه، چې له هغې نېټې راهیسې د دې ستونزې د حل لپاره ۱۶ ورځنی کمپاین روان دی.