د خبريالانو د خونديتوب کمېټه: طالبان دې د رسنيو له ځپلو لاس واخلي

د ازادي راډيو لوګو

د خبریالانو د خوندیتوب ټولنې CPJ چې مرکز یې په نیویارک کې دی، د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې په افغانستان کې د رسنیو ځپل بند کړي.

يادې ټولنې له طالبانو غوښتي چې، د ازادي راډیو او امریکا غږ اشنا راډیو د FM او منځنیو خپرونو بیا پیل ته اجازه ورکړي.

د CPJ د اسیايي پروګرام مشرې بيه لیه یي Beh Lih Yi په هغه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي، د طالبانو دا اقدام ښيي چې دوی د رسنیو د ازادۍ د تضمین په برخه کې له خپلو ژمنو په شا شوي دي.

هغې زیاته کړه چې طالبان باید سمدستي د ازادي راډیو او امریکا غږ اشنا راډیو پر خپرونو بندیز لیرې کړي.