کابل پريس کلب: طالبان د رسنيو ازادۍ ته ژمنتيا نه‌لري

د ازادي راډيو لوګو

کابل پریس کلب وايي چې طالبانو د ازادي راډیو پر خپرونو په بندیز لګولو سره یو ځل بیا خپله کمزوري وښودله او ښکاره یې کړه چې دوی په هېڅ ډول د بیان او رسنیو ازادۍ ته ژمنتیا نه‌لري او په دې برخه کې له استبداد څخه کار اخلي.

د رسنیو د ملاتړ دې ادارې په یوه بیان کې چې بېګا ناوخته یې خپور کړ د طالبانو دا اقدام د بیان د ازادۍ او بشري قوانینو خلاف کار بللی او ویلي یې دي چې له ولس څخه د بیان د ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق اخیستل جرم دی.

کابل پریس کلب له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره تړل شویو رسنیو ته د خپرونو اجازه ورکړي.

له پرون راهيسې طالبانو افغانستان کې د ازادي راډيو او امريکا غږ اشنا راډيو اف ام نشرات بند کړل.