په افغانستان کې د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونېسف وايي، سږ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې لږ تر لږه ۲۸۸ افغان ماشومان یا وژل شوي یا هم ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د یونېسف څانګې پر خپله ټویټرپاڼه کښلي، باور کېږي چې د وژل شویو افغان ماشومانو حقیقي شمېر تر دې خورا زیات دی.
دې ادارې پرون همدا راز وویل چې څه باندې ۸۷۵ افغان ماشومان د لوږې له کبله د مرګ له خطر سره مخامخ دي.
دې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د شدیدې خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې فوري مرستې ته اړتیا لري.
تر دې یوه اوونۍ وړاندې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي و چې سږ کال په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته شویو ماشومانو شمېر د تېر کال په پرتله په سلو کې ۹۰ زیات شوی دی.