د طالبانو له لوري د ازادي راډيو اف ام څپو نشرات بندول له غبرګونونو سره مخ شوي

د ازادي راډيو لوګو

د طالبانو له لوري د ازادي راډیو او امریکا غږ د اف ام څپې د خپرونو بندول د خبري ټولنو له غبرګون سره مخامخ شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان او د افغانستان د خبریالانو مرکز په جلا جلا اعلامیو کې په افغانستان کې د ازادي راډیو او امریکا غږ د اف ام نشراتو د بندولو په اړه د طالبانو پر پرېکړې اندېښنه ښوولې او هغه یې د نړیوالو رسنیو د خپرونو مخنیوی، په ازاد ډول د معلوماتو د رسېدو خنډ او د بیان د ازادۍ تربتول بللي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، د طالبانو دا پرېکړه د ډله‌ییزو رسنیو د قانون خلاف او د ازادو رسنیو د محدودولو نښه ده.

دغه مرکز له طالبانو غوښتي چې پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي.

د طالبانو حکومت سر له پرونه د اف ام له لارې په افغانستان کې د ازادي راډیو او امریکا غږ خپرونې بندې کړي دي خو ازادي راډیو له نورو لارو خپلو خپرونو ته دوام ورکوي.

د تېر کال په اګست کې د واک له ترلاسه کولو وروسته طالبانو د نورو مدني ازادیو ترڅنګ د بیان او خلکو ته د ازادو معلوماتو د رسېدو د محدودولو لپاره پر له‌پسې ګامونه اخیستي دي.

د بې پولې خبریالانو د راپور له‌مخې، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته لږ تر لږه ۲۱۹ رسنۍ بندې شوي او ډېرو نورو خپلې خپرونې محدودې کړي دي.