لوړو زده‌کړو وزارت د سړو سيمو پوهنتونونه د حوت تر ۱۵مې رخصت کړل

د لوړو زده‌کړو وزارت

د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت د سړو سیمو پوهنتونونه د حوت تر ‍۱۵ پورې رخصت اعلان کړل.

دغه وزارت پرون په خپله خبرتیا کې ویلي چې، خصوصي او دولتي پوهنتونونه په سړو سیمو کې د هوا د سړېدو او د ګرموونکو وسایلو د نشتوالي له کبله رخصتوي.

ټاکل شوې وه چې د سړو سیمو پوهنتونه د روانې میاشتې په پای کې رخصت شي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د خبرتیا له‌مخې، په تودو سیمو کې به پوهنتونونه پرانیستي وي.

له بلې خوا په داسې حال کې چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو منع دي، د طالبانو د پوهنې وزارت پرون د دوولسم ټولګیو له نجونو زده‌کوونکو وغوښتل چې د روان قوس په ۱۶ مه خپلو ښوونځیو ته د ازموینې لپاره ورشي.

د دغه وزارت د مالوماتو پر اساس، ازموینه به د سهار له لسو د ماسپښین تر یوې بجې دوام وکړي.