برښنا شرکت: نن به د کابل او ۱۲ ولايتونو برښنا پارچاو وي

د برښنا شرکت کارکوونکي د مزو د ترميم پر مهال، انځور - ارشيف

د افغانستان برښنا شرکت وايي، نن به د پلازمېنې کابل او ۱۲ نورو ولایتونو برښنا پارچاو وي.

دغه شرکت پرون په دې اړه په خپله خبرپاڼه کې ویلي، د دې لپاره چې له ازبکستان څخه د ۲۲۰ کیلو ولټه وارداتي برښنا مزو د ترمیم چارې بشپړې شي، د نن ورځې لپاره به په کابل او ۱۲ نورو ولایتونو کې برښنا نه وي.

د افغانستان برښنا شرکت د مالوماتو پر اساس، په کابل، پروان، کاپیسا، ننګرهار، لوګر، غزني، او د بغلان ولایت په یو شمېر سیمو کې د نن سهار له ۷ تر ماښامه پورې برېښنا نه وي.

په خبرپاڼه کې د ۵ نورو ولایتونو نومونو ته اشاره نه ده شوې.

د افغانستان تر اویا سلنې ډېره برښنا له څلور ګاونډیو هېوادونو لکه تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردیږي خو په دې منځ کې تر ټولو ډېره برښنا له ازبکستان څخه راځي.