رانا ثناالله: د ټي ټي پي فعاليت باید افغان طالبانو ته د اندېښنې وړ وي

د ټي ټي پي غړي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله وايي؛ په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي فعالیتونه باید افغان طالبانو ته د اندېښې وړ مسله وي.

هغه دا خبره نن پنجشنبې په یوه ناسته کې چې د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه جوړه شوې وه، د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه کې د چادونې وروسته کړې ده.

هغه همدارانګه دغه ډول ترهګریز فعالیتونه د سيمې لپاره خطرناک بللي دي.

هغه زیاته کړې ده؛ دا ډول ترهګریز فعالیتونه د خطر زنګ دی خو وضعیت تر اوسه په کنټرول کې دی.