پاکستان کې د ډبرو سکرو په يوه کان کې د چاودنې له امله ۹ کسان وژل شوي دي

پاکستان کې د ډبرو سکرو يو کان، انځور - ارشيف

پاکستاني چارواکي د دې هېواد د ډبرو د سکرو په یوه کان کې په یوه چاودنه کې د لږ تر لږه نهه کان کېندونکو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د کانونو او طبعي منرالونو په چارو کې د پاکستان د صدراعظم یوه سلاکار محد عارف ویلي چې دا پېښه د خیبر پښتونخوا ایالت د اورکزو سیمې په یوه کان کې د میتان ګازو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

په دې پېښه کې څلور تنه نور ټپیان شوي هم دي.

د عارف په وینا په دې اړه څېړنه پیل شوې ده چې چاودنه څنګه او ولې رامنځته شوې ده.