طالبانو د 'ازادي راډيو' او د 'امريکا غږ اشنا راډيو' اف ام نشرات بند کړل

د ازادي راډيو لوګو

د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې، د دغو راډیو ګانو د پروګرامونو د محتوا په اړه یې د ترلاسه شویو شکایتونو پر اساس دغه پرېکړه کړې خو په دې اړه یې نور جزیات نه‌دي ورکړي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو رئیس عبدالحق حماد نن پنجشنبې په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د افغانستان په دیارلسو ښارونو کې پر اف ام د ازادي راډیو نشرات بند شول.

ازادي راډیو او د امریکا غږ اشنا راډیو په افغانستان کې په لنډو او منځیو څپو سربېره له څو کلونو راهیسې په یو شمېر لویو ښارونو کې پر اف ام هم ۲۴ ساعته خپرونې کولې چې په ملیونونو اورېدونکو اورېدلې.

تر دې مخکې طالبانو په مارچ میاشت کې د امریکا غږ اشنا ټلوېزیون پر هغو خبرونو بندیز لګولی و، چې د افغانستان د ملي ټلوېزیون او طلوع ټلوېزیون له لارې خپرېدل.

د ازادو رسنیو د مدافعو ټولنو په وینا د تېر کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، پر ازادو رسنیو یې ډېر فشارونه راويستي، ډېری خبریالان ځورول شوي یا بندیان شوي او د رسنیو ښځینه کارکونکې له کاره منع کړای شوي دي.

د دغو فشارونو او نورو اقتصادي ستونزو له امله په دې موده کې په لسګونو خصوصي ټلوېزیونو، راډیو ګانو او چاپي رسنیو خپل فعالیتونه درولي چې په نتیجه کې يې په سلګونو خبریالانو او د رسنیو کارکونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د ازادي راډیو خپرونې په ټول افغانستان کې په دغو لنډو څپو اوریدلی شئ: په ۱۶،۷ په ۱۹،۸ په ۲۴،۸ او په ۳۱،۶ څپو.

پر دغو څپو سربېره د ازادي راډیو د ویبپاڼې او نورو ټولنیزو اکونټونو له لارې هم اورېدلی شئ.

د سهار له ۰۷:۰۰ د ماښام تر ۰۷:۰۰ بجو د ازادي راډیو تازه خبرونه او راپورونه او بېلابېلې خپرونې ستاسو په غږ او ستاسو لپاره په ژوندۍ بڼه دلته واورئ:

وب‌سایټ

https://pa.azadiradio.com/live/audio/62

ټویټر

فېس‌بوک