د خوړو نړيوال پروګرام يو شمېر ولايتونو کې د مرستو لپاره د اړمنو کورنيو وضعيت ارزوي

انځور - ارشيف

د ژمي په درشل کې د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د دایکندي او بامیان د اوسېدونکو د وضعیت په څېړنه بوخت دي.

د ملګرو ملتو دې بنسټ پرون په ټویټر کې ولیکل چې په افغانستان کې د دوی مشرې میري الن مک ګروتي دغو دوو ولایتونو ته تللې وه چې خلک یې وچکالۍ ځپلي دي او ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

د بامیان او دایکندي اوسېدونکو له دې بنسټه غوښتي دي چې له هغو مېرمنو سره مرستې وکړي چې خپلو ماشومانو ته ډوډۍ پیدا کوي او د طالبانو له راتګ سره له کاره ګوښه شوې دي.

ملګرو ملتو ویلي دي چې نژدې شل میلیونه افغانان په بد اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.