راپورونه: سمنګان کې د پرونۍ چاودنې د قربانيانو شمېر ۱۹ ته رسېدلی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د سمنګان ولايت موقعيت

د سمنګان په مرکز ایبک کې د فرانس پریس اژانس د راپور له‌مخې د پرونۍ چاودنې د قربانیانو شمیر نژدې شلو ته ورسېد.

فرانس پریس اژانس ته په ایبک کې یوه ډاکټر وویل چې نولس تنه په دې چاودنه کې چې د الجهاد مدرسې دننه شوې ده وژل شوي او څلرویشت تنه نور ټپیان شوې دي.

دې اژانس د دې ډاکټر نوم نه‌دی اخیستی، خو د ده په وینا یې دا خبره هم نقل کړې ده چې اکثر قربانیان ماشومان او عادي خلک دي.

د دې چاودنې په پيل کې طالبانو د مدرسې د لسو زده‌کوونکو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

یو شمېر ناروغان چې روغتیایي وضعیت یې ښه نه و مزارشریف ته چې له ایبک څخه نژدې یو سل او شل کیلومتره لرې دی، انتقال شوي دي.

د پروسږ کال د اګست له پنځلسمې راوروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، د ورته ګڼو چاودنو مسوولیت داعش خراسان څانګې منلی دی.

په ایبک ښار کې د پرونۍ چاودنې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه‌دی اخیستی.