د چین پخوانی ولسمشر ژیانګ زیمین چې په ۱۹۸۹کال کې یې د تیانامین د اعتراضونو له ځپل کېدو وروسته د دې هېواد د کمونېست ګوند رهبري وکړه نن چهارشنبه د ۹۶ کلونو په عمر ومړ.
دا خبر د چین دولتي رسنیو ورکړی دی.
د چینايي رسینو د راپورونو پر بنسټ هغه د وینې سرطان له کبله نن په شانګهای کې ساه ورکړه.