د اسرائيلي پوليسو په ډزو يو فلسطينی سړی وژل شوی

انځور - ارشيف

د اسرائیل پولیسو یو فلسطینی سړی وروسته له هغې په ډزو وواژه چې لومړی هغه، خپل موټر پر یوې اسرائیلۍ ښځې وربرابر کړ او سخته یې ټپي کړه.

پېښه پرون سې شنبه په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې شوې او دا څلورم فلسطینی وګړی و، چې پرون د ورځې په جریان کې په څو پېښو کې ووژل شو.

وروسته له هغې چې تېره اوونۍ پر بیت المقدس بمباري وشوه او له کبله یې دوه اسرائیلیان ووژل شول او د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتېدو تازه نښه ګڼل کېږي.