د کډوالو عالي کمېشنرۍ د مرستو رسولو لپاره د اړمنو خلکو وضعيت ارزولی

ارشيف

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، د روان میلادي کال له پیله یې له یو لک او پنځه اتیا زره کورنیو سره چې یو ملیون او درې لکه کسان کېږي د بشري مرستو رسولو لپاره کتلي دي.

د دې ادارې د افغانستان څانګې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، له دغو کسانو سره یې د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې هم کتلي او د دوی وضعیت یې ارزولی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي په افغانستان کې یې ماموریت له راستنېدونکو، داخلي بې‌ځایه شویو او نورو هغو ټولنو سره مرسته ده، چې د دغسې کسانو کوربه‌توب کوي.

ګڼو ادارو خبرداری ورکړی، چې ممکن را روان ژمی سخت وي، ځکه د بې‌وزلۍ اندازه هم زیاته ده او هوا د ژمي تر راتګ مخکې لا سړه شوې ده.