جنرال سيد عاصم منير د پاکستان د پوځ د نوي مشر په توګه دنده پيل کړه

د پاکستان د پوځ نوی مشر جنرال سید عاصم منير

نن د پاکستان د پوځ نوي مشر جنرال سید عاصم منير په رسمي ډول په دنده پیل وکړ.

هغه په راولپنډۍ کې د پوځ په مرکزي دفتر کې د جنرال قمر جاوید باجوه څخه د پوځ مشري ترلاسه کړه.

د پاکستان حکومت د نومبر پر ۲۴مه د پوځ د نوي مشر په حیث د جنرال عاصم منیر اعلان کړی و.

جنرال عاصم د پاکستان د پوځ ۱۷م مشر دی.

د پاکستاني رسینو د راپورنو پر بنسټ جنرال عاصم د پوځ هغه لومړنی مشر دی چې له دې وړاندې يې د پاکستان د دوو پوځي استخباراتي ادارو اۍ اېس اۍ او اېم اۍ مشري کړې ده.