پاکستان کې نن د پوليو ضد واکسين کمپاين پيليږي

پاکستان کې د پوليو واکسين تطبيق، انځور - ارشيف

په پاکستان کې نن د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد څه باندې ۳۲ میلیون ماشومانو ته د واکسیناسیون کمپیان پیلېږي.

په لومړي پړاو کې به په بلوچستان، اسلام اباد، سیند او پنجاب کې او په دوهم پړاو کې به د دسمبر له پنځمې نېټې څخه په خیبر پښتونخوا کې د پولیو کمپاین عملي شي.

پاکستان او افغانستان په نړۍ کې یوازیني دوه هیوادونه دي چې لا هم د پولیو ناروغي په‌کې له منځه نه‌ده تللې.

په افغانستان کې هم د شنبې له ورځې د پولیو او شري پر ضد د واکسین عمومي کمپاین پیل شوی او لا هم دوام لري.