د کډوالو عالي کمېشنرۍ جوزجان کې ۵۸۰۰ کسانو ته لمريزه برښنا برابر کړې

انځور - ارشيف

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنرۍ وايي، په جوزجان کې یې ۵۸۰۰ کسانو ته لمریزه برښنا برابره کړې ده.

دغې ادارې پرون په ټویټر کې ولیکل، چې د لمریزې برښنا په واسطه د افغانستان په کلیوالي سیمو کې خلکو ته د پاکې انرژۍ زمینه برابرېږي.

په افغانستان کې په وروستیو کې د برښنا پرچاوي داسې وخت زیاته شوې، چې هوا هم سړه شوې او خلک وايي د ځانونو تودولو لپاره کافي امکانات نه‌لري.