د سوماليا حکومت د ۲۰ بهرني وګړو تر موندلو وروسته پلټنې پيل کړي

د سوماليا پوليس

د سومالیا پولیسو پرون وروسته له هغې څېړنې پیل کړې، چې د الشباب افراطي ډلې تر ولکې لاندې سیمې ته نږدې ۲۰ بهرني وګړي وموندل شول.

ادعا کېږي چې دغه کسان کب نیوونکي دي او د څو کلونو لپاره یرغمل وو.

د سومالیا د پولیسو ویاند وویل، چې په دغو کسانو کې ۱۴ ایراني او ۶ پاکستاني وګړي شامل دي او د پوښتنو ګروېږنو لپاره توقیف شوي دي.

د هغه په وینا له دې ډلې ځینې کسان د الشباب ډلې له‌خوا په ۲۰۱۴م کال کې او ځینې نور د ۲۰۱۹م کال په لومړیو کې د سومالیا په جنوب کې په هراردیري سواحلو کې تښتول شوي وو.