د ترافيکي پېښې له امله د اوکراين او استونيا ۲۵ سرتېري روغتون ته لېږدول شوي

ارشيف

د اوکراین او استونیا ۲۵ سرتېري وروسته له هغې روغتون ته ولېږدول شول، چې د دوی بس موټر له یوې لارۍ سره په لاتویا کې ټکر شو.

د دې پېښې په اړه د استونیا راډیو-ټلوېزیون شبکې پرون خبر ورکړ.

دغه بس چې له تالین څخه ریګا ته روان وو د استونیا د پوځ له‌خوا کرایه شوی و.

معلومه نه‌ده چې دغو اوکرایني پوځیانو په لاتویا کې څه کول.

د دې بس موټر چلوونکی چې د شنبې ورځې په وروستیو کې د پېښې له کبله ټپي شوی و، ساه ورکړه.