ټوماس نیکلاسن: طالبان د نړیوالو قوانینو د رعایت مسوولیت لري

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړې استازی ټوماس نیکلاسن

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړې استازی ټوماس نیکلاسن وایي، پر افغانستان واکمن طالبان مسوولیت لري هغه نړیوال قوانین رعایت کړي چې دې هېواد لاسلیک کړي دي.

نیکلاسن پرون په څو ټویټونو کې دغه څرګندونې د طالبانو له خوا په لوګر کې پر ۱۴ کسانو د شرعي حدودو د عملي کولو پر وړاندې په غبرګون کې کړي دي.

هغه ویلي، اروپایي ټولنې له هغو څو کمو هېوادونو چې د ده په وینا د سزا دغه بڼې په کې عملي کېږي هم ورته غوښتنه کړي چې د نړیوال قانون په رڼا کې خپل مسوولیتونه پرځای کړي.

نیکلاسن فزیکي مجازات ظالمانه، غیرانساني او د سپکاوي چلند بللی چې د ده په وینا د شکنجې د مخنیوي او د مدني او سیاسي حقونو د نړیوالو کنوانسیونو سره په تضاد کې دي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او نظام یې دنده لري چې اسلامي شریعت نافذ کړي.