د تحریک انصاف ګوند د پاکستان له ملي او ایالتي اسامبلیو وځي

د پاکستان مخکیني صدراعظم عمران خان

د پاکستان مخکیني صدراعظم عمران خان وایي، ګوند به یې د دې هېواد له ملي او ټولو ایالتي اسامبلیو څخه ووځي.

عمران خان دغه اعلان پرون په راولپنډۍ کې په زرګونو پلویانو ته په وینا کې وکړ.

دا د روانې میاشتې په پیل کې په یوه وسله وال برید کې له ټپي کېدو وروسته لومړی ځل دی چې عمران خان په عام محضر کې راڅرګندېږي.

عمران خان دغه راز د اسلام آباد پر لور خپل احتجاجي لاریون هم لغوه کړ او ویې ویل، دا پرېکړه یې د هېواد د ویجاړۍ د مخینوي لپاره وکړه.

عمران خان چې د تحریک انصاف پاکستان مشر دی، په دې هېواد کې له وخته مخکې د انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه کړې، خو حکومت ویلي چې انتخابات له مهال وېش سره سم د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې ترسره شي.