د لېتوانیا، پولنډ او بلجیم دفاع وزیرانو د روسیې پر وړاندې جګړه کې له اوکراین څخه د ملاتړ لپاره پرون له کییف څخه کتنه ترسره کړه.
دا درې واړه هېوادونه د اروپایي ټولنې او د ناټو غړي دي.
دغو وزیرانو د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره په غونډه کې له اوکراین سره د اروپایي ټولنې د مالي مرستو پردوام او له دې هېواد سره د بنسټیزو تاسیساتو په رغونه کې پر همکارۍ ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د اوکراین د غلو دانو د صادراتو پر هوکړې هم خبرې وشوې.
روسیې په وروستیو کې په هوایي بریدونو کې د اوکراین ډېر بنسټیز تاسیسات په تېره د انرژۍ تاسیسات ویجاړ کړي چې په نتیجه کې یې د دې هېواد په میلیونونو وګړي په دې سړه هواکې تیارې ته کېنولي دي.