عمران خان خپلو زرګونه پلويانو ته وينا کوي

عمران خان

تمه کېږي نن د پاکستان مخکينی صدراعظم عمران خان خپلو زرګونو پلویانو ته وینا وکړي.

وروسته له هغې چې عمران خان د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د ډزو په نتیجه کې پر پښه ټپي شو، دا لومړی وار دی، چې نوموړی په عام محضر کې راڅرګندېږي.

عمران خان د پاکستان اوسني چارواکي تورن کړي، چې پر هغه په حمله کې لاس لري، خو د پاکستان حکومتي چارواکي دا موضوع ردوي.

خان اوسنی صدراعظم شهباز شریف، د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله او د ای ایس ای یو جنرال تورن کړي دي چې د ده د وژلو هڅه یې کوله.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله پرون د سرې کچې تر بریده خبرداری ورکړ چې دې مظاهرو ته امنیتي ګواښ متوجه دی.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف پاکستان نن غواړي د لانګ مارش یا اوږد لاریون له لارې د پاکستان پر حکومت فشار راولي، چې تر وخت مخکې ټاکنې وکړي.