پوټزل د تاجکستان او ازبکستان چارواکو سره خپلې کتنې پای ته ورسولې

مارکوس پوټزل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما وايي، چې د دغه دفتر مرستیال مارکوس پوټزل په تاجکستان او ازبکستان کې له دولتي چارواکو سره له افغان وګړو د لا زیات سیمه ییز ملاتړ په باب خپلې کتنې پای ته ورسولې.

یوناما نن شنبه په یوه ټویټ کې ویلي، چې دا کار به له ټولو سیمه ییزو لوبغاړو سره «په افغانستان کې د بامفهومه سولې د هڅو د ملاتړ لپاره» دوام ومومي.

تر دې مخکې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادمیر نوروف پرون په ټویټر کې لیکلي وو، چې له پوټزل سره یې په خبرو کې د افغانستان پر وضعیت او د طالبانو له سرپرست حکومت سره د مذاکرو لپاره د نړیوالې ډلې پر ایجاد بحث وکړ.