ریچارډ بینیټ: طالبانو د افغان ښځو حقوق تر پښو لاندې کړي

ریچارډ بینیټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکی له هغو افغان مېرمنو څخه ملاتړ څرګند کړی چې د ده په وینا طالبانو یې حقوق تر پښو لاندې کړي.

ریچارډ بینیټ پرون د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناست پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي، دی د هغو افغان مېرمنو تر څنګ ولاړ دی چې په وروستیو څو میاشتو کې وهل شوي، نیول شوې دي او ډېری اساسي حقوق او د بیان، غونډو، تعلیم او ژوند لپاره آزادۍ یې ترپښو لاندې شوې دي.

پرون د نومبر په ۲۵ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په نړیواله ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما هم په یوه بیان کې د افغان ښځو پر وضعیت اندېښنه وښوده او افغانستان یې د نړۍ هغه هېواد وباله چې له ښځو سره په ډېره لوړه کچه تاوتریخوالی په کې کېږي.