یونېسف په دایکندي کې د څلورو ماشومانو پر مړینه خواشیني ښودلې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د دایکندي ولایت موقعیت

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یا یونېسف په دایکندي ولایت کې د څلورو ماشومانو پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې.

یونېسف په یوه بیان کې چې پرون یې پر خپل ټویټر خپور کړی ویلي چې د دایکندي ولایت د نیلي ولسوالۍ په سیواک شیبر کلي کې ۴ هلکان چې عمرونه یې د یوه او څوارلسو کلونو ترمنځ وو، په یوه حمله کې وژل شوي دي.

یونېسف د دې پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ځینو کورنیو رسنیو راپور ورکړی چې دا ماشومان په هغو عملیاتو کې وژل شوي چې طالبانو د دوو پخوانیو سیمه ییزو قوماندانانو د بې وسلې کولو په هدف له چارشنبې ورځې راهیسې هلته پیل کړي دي.

په دې راپورونو کې د سیمې د نهو اوسېدونکو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی.

خپلواکو سرچینو تراوسه دا راپورونه نه دي تایید کړي او طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یونېسف په بیان کې پر ټولو اړخونو غږ شوی چې په هر ډول شرایطو کې د نړیوالو قوانینو په اساس د ماشومانو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.