د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د یوناما مرستیال سره خبرې کړي

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیرنوروف

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د افغانستان پر اړوندو مسایلو یې په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر له مرستیال سره خبرې کړي.

ولادیمیرنوروف پرون د نومبر ۲۵مه پر ټویټر ولیکل چې له مارک پوټزل سره په خبرو کې یې د افغانستان د روان وضعیت او له طالبانو سره د خبرو لپاره د نړیوالې ډلې د رامنځته کېدو د طرحې په اړه بحث وکړ.

ازبکستان له طالبانو سره وروسته له دې چې پر افغانستان بیا واکمن شول، د تعامل اړیکي لري او پخ پام کې لري چې د افغانستان له لارې تر پېښوره پورې د اورګاډي پټلۍ ورغوي، خو په تېرو څه باندې پنځلسو میاشتو کې د ازبکستان په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.