اروپايي ټولنې د روسیې د تېلو بیې په اړه خبرې وځنډولې

ارشیف

اروپايي ټولنې د روسیې د تېلو د بیې په اړه خبرې تر یوې بلې اونۍ پورې وځنډولې.

ډیپلوماتان وايي په دې اړه د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو یا جي اوه ډلې د استازو خبرې پرون د نومبر ۲۵مه په پام کې وې.

له دې یوه ورځ مخکې اروپايي چارواکي، د روسیې د تېلو د بیې په اړه په خبرو کې په دوو ډلو وېشل شوي وو.

د اروپايي ټولنې یوشمېر غړي غواړي چې د روسیې پر تېلو د اتکا په کمولو سره د دې هېواد جنګي ماشین د اوکراین په جګړه کې د مالي سرچینو د کمښت له ستونزې سره مخامخ کړي، خو ځینې نور بیا له روسیې څخه د تېلو او ګاز د وارداتو دوام غواړي.