د برېتانيا سفارت شارژدافيره: عام محضر کې د حدودو پلي کول ټکان ورکوونکي دي

ارشيف

د افغانستان لپاره د برېتانیا د سفارت شارژدافیر هوګو شارټر ویلي چې، په عام محضر کې د طالبانو له‌خوا په دورو د یو شمېر کسانو په لیدو یې ټکان خوړلی دی.

شارټر نن په یوه ټوېټ کې پر ښځو او نجونو لګول شویو محدودیتونو ته په اشاره ویلي چې دا تبعیض، بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او هغه د اقتصادي رغونې چې افغانستان ورته سخته اړتیا لري، مخه نیسي.

طالبانو په دې وروستیو کې د لوګر په مرکز پل علم کې درې ښځې او نهه سړي د نامشروع اړیکو د جرمونو په تور په عام محضر کې په متروکو وهلي و.

له دې مخکې طالبانو شرعي حدود په تخار کې هم په ۱۹ تنو تطبیق کړی و چې، د بشري حقونو مدافع ډلو هغه په کلکه غندلي.