يوناما: افغانستان کې ښځو سره په لوړه کچه تاوتريخوالی کېږي

کابل کې د خپلو حقونو د غوښتنې له‌پاره د مېرمنو لاريون

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت، یا یوناما وایي، افغانستان د نړۍ هغه هېواد دې چې له ښځو سره په تر ټولو لوړه کچه تاوتریخوالی په‌کې کېږي.

یوناما نن د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي چې، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پای ته رسېدل او د ښځو او نجونو د اساسي حقونو رعایتول د یوې تل پاتې سولې لپاره اساسي عنصر بلل کېږي.

نن له دې ورځې سره هم‌مهاله په نړۍ کې د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو لپاره د فعالیتونو د یو موټي کېدو په نوم شپاړس ورځنی کمپاین هم پیلیږي چې د ډسمبر تر لسمې، د بشري حقونو تر نړیوالې ورځې پورې به دوام کوي.

د ملګروملتونو د سرمنشي او د ملګروملتونو د ښځو د ادارې له‌خوا دغه کمپاین چې په ۲۰۰۸ م کال پیل شوی، هدف یې په نړۍ کې د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی دی.

دغه کمپاین همدارنګه په دې برخه کې د عامه پوهاوي د لوړولو، د ملاتړ د زیاتوالي او د ننګونو په اړه بحثونو او حل لارو ته یې د فرصتونو برابرولو لپاره د یوه نړیوال اقدام غوښتنه کوي.