سلګونو افغان پناه غوښتونکو اندونيزيا کې مظاهره وکړه

افغان پناه غوښتونکي، انځور - ارشيف

سلګونو افغان پناه غوښتونکو په اندونیزیا کې د خپل برخلیک د معلومېدو په خاطر مظاهره وکړه.

دوی وايي، شمېر یې شاوخوا اووه نیم زرو ته رسیږي او له لسو کلونو راهیسې په اندونیزیا کې بند پاتې دي.

دوی د ملګروملتو د کډوالو له لویې کمېشنرۍ او د مهاجرت له نړیوالې ادارې یا آی او ایم څخه وغوښتل چې ورته پاملرنه وکړي.

مظاهره چیانو ویل چې خپل هېواد ته بېرته تللی نه‌شي او نړیوال دې یې یوه بل هېواد ته ولېږي.