رسنۍ: تر ۹زره ډېر افغان پناه غوښتونکي برېتانيا کې په هوټلو کې اوسېږي

له کابل څخه د تخليې په پروګرام کې سلګونه افغانان برېتانيا ته ولېږدول شول، انځور - ارشيف

برېتانیايي رسنۍ وايي، د طالبانو له واک ته رسېدو ۱۵ مباشتې وروسته لا هم تر ۹ زره ډېر افغان کډوال د برېتانیا په هوټلونو کې اوسي.

د ایفنینګ سټندرډ ورځپاڼې د پروني راپور له‌مخې، د دغو افغانانو په منځ کې نیمايي ماشومان دي.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت وايي، ۹ زره ۲۴۲ افغانانو ته د نومبر له څلورمې څخه موقتي هستوګنځي په ۶۳ هوټلونو کې ورکړل شوي دي.

په دې اساس د دغو کسانو په منځ کې ۴ زره ماشومان دي او په هر هوټل کې په متوسط ډول ۱۴۷ تنه اوسي.

همدا راز تر اووه نیم زره ډېر شخصي کورونو ته بیول شوي دي.