قطر کې د فوټبال نړيوال جام؛ نن څلور لوبې ترسره کېږي

د فوټبال نړيوال جام

د فوټبال د ۲۰۲۲ نړیوال جام د سیالیو په دوام کې نن (جمعه) څلور مسابقې کېږي.

لومړی به ایران او ویلز مخامخ شي، بله سیالي د کوربه قطر او سینګال ترمنځ ده، هالنډ او ایکوادور او امریکا او انګلیستان د یو بل په وړاندې میدان ته وځي.

پرون هم څلور سیالۍ وشوې.

وروستۍ سیالي تېره شپه د برازیل او سربیا ترمنځ وه چې د برازیل غښتلې لوبډلې دوه پر صفر وګټله.

همدا راز پرتګال درې په ۲ غانا ته ماتې ورکړه، اورګوای له جنوبي کوریا سره صفر په صفر مساوي شو خو سویس بیا کامرون ته یو پر صفر ماتې ورکړه.