د طالبانو له‌خوا لوګر کې د شرعي حدودو پلي کېدو په اړه د مېل انلاين ورځپاڼې تبصره

د لوګر ولايت مرکز، انځور - ارشيف

مېل انلاین ورځپاڼه:

  • مېل انلاین ورځپاڼې په لوګر ولایت کې د طالبانو له‌خوا د شرعي حدودو په نوم په عام محضر کې د ۳ مېرمنو او ۹ نارینه وو په دُرو د وهلو په اړه یو راپور خپور کړی دی.

ورځپاڼه په دې اړه لیکنه کې وايي، د ۱۹۹۶ م کال څخه تر ۲۰۰۱ م کال پورې د طالبانو په پخوانۍ واکمنۍ کې په عام محضر کې سزاوې عامې وې، خو وروسته کلونو کې بیا د پخواني جمهوریت پر مهال له منځه ولاړې.

میل انلاین زیاتوي، د طالبانو له‌خوا په خلکو دا سزاوې په داسې حال کې عملي کېږي چې د دوی په واکمنۍ کې د خلکو د ژوند شرایط نور هم خراب شوي او ډېر افغانان له دې ژمي څخه د وتلو لپاره کړاو ګالي.

ورځپاڼې د سره صلیب د عملیاتي برخې د رئیس مارټین شویېپ له قوله ویلي افغانستان کې " اقتصادي سختي شته، دا ډېره جدي ده او خلک د ژوندي پاتې کېدو هڅه په‌کې کوي."

ورځپاڼه د ښاغلی شویېپ چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته یې دې هېواد ته لومړی سفر کړی له قوله زیاتوي، د سره صلیب نړیواله کمېټه د افغانستان په زندانونو کې د بندیانو نژدې ټولو ته خواړه برابروي.

هغه دا نه‌دي ویلي چې دا مهال د طالبانو په زندانونو کې څومره شمېر کسان بندیان دي.

وروسته له هغې چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده پر قاضیانو ټینګار وکړ چې شرعي حدود دې عملي کړي، د طالبانو ځايي واکمنو لومړۍ په تخار، ورپسې په بامیان او تازه په لوګر ولایت کې څو تنه د غلا، له کوره د تېښتې، نامشروع جنسي اړیکو او په ځینو نورو تورونو په عام محضر کې په درو وهلي دي چې د بشري حقونو د یو شمېر سازمانونو او فعالانو توند غبرګونونه یې راپارولي دي.

ایونینک سټنډرډ ورځپاڼه:

  • له برېتانیا بلې خپرېدونکې ورځپاڼې ایونینک سټنډرډ هم پر همدې موضوع یو راپور خپور کړی دی.

دا ورځپاڼه وايي، په لوګر کې د طالبانو له‌خوا په عام محضر کې د څو تنو په دُرو وهل، په تېره یوه میاشت کې په افغانستان کې د دویم ځل دی چې تایدیږي، هغه څه د لیکوال په باور په ۱۹۹۰یمو کلونو کې د طالبانو د واکمنۍ سختو قوانینو ته ددې ډلې بیا ستنېدل ښېي.

د طالبانو حکومت تر اوسه پورې د نړۍ هیڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د نړۍ ګڼو هېوادونو له طالبانو غوښتي چې ښځو ته دې د زده‌کړو او کار اجازه ورکړي، په خپل حکومت کې دې نور لوري هم شامل کړي او دا دې باوري کړي چې په افغانستان کې نړیوال ترهګر بیا خوندي پټن‌ځایونه ونه‌لري.