کابل کې يو شمېر مېرمنو د خپلو حقونو غوښتلو لپاره لاريون وکړ

کابل کې د مېرمنو لاريون، انځور - ارشيف

دوی چې په کابل ښار کې د شاه دوشمشېرې له جومات سره نږدې ټولې شوې وې ټینګار یې کاوه چې حقونه یې باید تامین او درناوی ورته وشي.

دې ډله افغان ښځو د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې په درشل کې چې سبا لمانځل کېږي، دا لاریون وکړ.

په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو محرومې شوي او ګڼې ښځې له کاري محدودیتونو سره مخامخې دي.