د کډوالو ادارې لغمان کې له سلګونه خلکو سره نغدي مرستې کړي

لغمان کې خلکو سره نغدي مرستې

د ملګروملتونو د کډوالو اداره په لغمان ولایت کې له سوونو افغانانو سره د نغدي مرستو خبر ورکوي.

د افغانستان لپاره د دې ادارې څانګې پرون په یوه ټوېټ کې ویلي چې د دې ولایت په لیرې پرتو سیمو کې له۲۴۰۰ زیانګالو سره دغه مرستې د دې لپاره شوي چې پرې موسمي اړتیاوې پوره کړي.

دې ادارې نه‌دي ویلي چې له هر کس سره څومره اندازه نغدي مرسته شوې خو د جنت بي بي په نوم د یوې ښځې یادونه شوې او ویل شوي، هغه چې له خپلې کورنۍ سره له لرګیو جوړه په یوه کوچینۍ سرپناه کې د ژوند سختې شپې ورځې سبا کوي، پر دغو پیسو به لرګي، جامې، بوټان او خواړه وپېري.

د سره صلیب نړیوالې کمېتې په دې وروستیو کې ویلي چې، د افغانستان نیمايي شاوخوا شل میلون وګړي چې د خوړو د خوندیتوب له جدي ستونزې مخ دي، را روان ژمی به د میلیونونو نورو کسانو ژوند هم له ګواښ سره مخ کړي.