اميري: افغان ښځينه قاضيانې او مدافع وکيلانې د خوړلو برابرولو لپاره مرستو ته اړې دي

رينا اميري

د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، ډېری افغان قاضیانې او مدافع وکیلانې اوس له خپلو وړتیاوو کار نه اخلي او د خپلو اولادونو په خاطر د خوړو برابرولو لپاره د مرستې لاس اوږدوي.

رینا امیري نن په یوه ټوېټ کې ویلي، یو کال وړاندې طالبانو په افغانستان کې د مدافع وکیلانو ټولنه منحل کړه چې د جنسیتي برابرۍ لپاره یې کار کاوه.

د هغې په خبره په دې کار سره اوس ښځې له دې بې برخې شوي چې قانون ته لاس‌رسی ولري او ډېرې ښځینه قاضیانې او مدافع وکیلانې اوس دې ته اړې شوي چې د خپلو مهارتونو د کارولو پر ځای د خپلو ماشومانو لپاره د ډډوۍ برابرولو لپاره سوال وکړي.

د هغې په خبره دې ته وایي بې عدالتي.

اغلي امیري دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې سبا د نومبر۲۵مه په نړۍ کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ ده.

دغه ورځ سږ کال داسې مهال لمانځل کېږي چې د بشري حقونو د مدافعې ډلو په وینا په افغانستان کې ښځې اوس د پخوا په نسبت ډېرې د تاوتریخوالي له پېښو سره مخ دي او له قانوني پلوه نه‌شي کولای چې د خپل حق غوښتنه وکړي.