امريکا کې د يو وسله‌وال بريد پر مهال خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د امريکا پوليس، انځور - ارشيف

د امریکا د ویرجینیا ایالت په یوه پلورنځي کې د یوه وسله‌وال کس په ډزو څو کسان وژل شوي دي.

رویټرز خبرياژانس د پولیس چارواکو له قوله وايي چې پېښه بېګا په سیمه‌يیز وخت د شپې په ۱۲ باندې لسو بجو د وال مارت په یوه پلورنځي کې شوې او برید کوونکی هم وژل شوی.

د سیمه‌يیزو پولیسو د عامه اړیکو مسوول په یوه خبري غونډه کې وویل چې له لسو لږ کسان په ډزو لګېدلي خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه کړل.

تر اوسه روښانه نه‌ده چې بریدکوونکی چې هویت یې نه‌دی معلوم د ټپونو له کبله مړ شوی که پولیسو ویشتلی.