مراکش کې د يوه بس نسکورېدو پېښه کې ۱۱ کسان مړه شوي

مراکش کې ترافيکي پېښه، انځور - ارشيف

د مراکش په شمال کې د یوه بس د نسکورېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه او ۴۳ تنه نور ټپیان شول.

چارواکي وايي، دغه بس پرون سې شنبه له د شمال ختیځې غرنۍ سیمې د تازه ښار په څو کیلومترۍ کې نسکور شو.

د مراکش چارواکو د دې پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې پیل کړي دي.

په مراکش کې زیات خلک د اوږدو سفرونو لپاره بسونه کاروي، په ځانګړي ډول په لیرې پرتو سیمو کې چې ډېری خلک په کې د موټرو رانیولو وس نه‌لري.

په دغه هېواد کې زیات وخت ټرافیکي پېښې کېږي، چې خلکو ته مرګ ژوبله هم اړوي.