د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم په متحده عرب اماراتو کې له تمریناتو وروسته پرون سرېلانکا ته ورسېده.
په پام کې ده، د افغانستان او سرېلانکا د کرېکټ ملي ټیمونه په پالیکي نړیوال سټډیوم کې راروانه جمعه، یکشنبه او چهارشنبه په خپلو کې درې نړیوالې یو ورځنې یا پنځوس اووره مسابقې وکړي.
د حشمت اله شهیدي په لوبډلمشرۍ د کرېکټ ملي لوبډلې په دې نوي ترکیب کې ځوانو لوبغاړو ته هم ځای ورکړل شوی دی.