د خبريالانو د خونديتوب کمېټې کندهار او خوست کې له طالب چارواکو سره ليدنې کړي

افغان خبريالان - ارشيف

د افغان خبريالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، پرون یې د کندهار او خوست له ولایتي چارواکو، دولتي ویاندويانو او خبریالانو سره د معلوماتو د ترلاسه کولو پر موضوع خبرې وکړې.

دغې کمېټې پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې غونډه کې د رسنیو پر مالي ستونزو هم خبرې وشوې او د حل غوښتنه یې وشوه.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خبریالان شکایت لري، چې د طالبانو چارواکي او ویندویان پر وخت معلومات نه ورسره شریکوي.

وروسته له هغې چې څه باندې ۱۵ میاشتې مخکې طالبانو پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړه، په لسګونو رسنۍ وتړل شوې او د رسنیو په زرګونو کارکوونکي وزګار شوه.

په تازه مورد کې، کابل نیوز ټلوېزیون تېره میاشت د هغه څه له کبله خپلې خپرونې بندې کړې، چې فشارونه بلل شوي دي.