د روغتيا نړيوال سازمان افغانستان سره د روغتيايي تجهيزاتو مرسته کړې

د درملو مرسته، انځور - ارشيف

د روغتیا نړیوال سازمان، افغانستان ته د اضطراري بستو په ګډون د ۶۹۰ مټریک ټُنو په اندازه د روغتیايي تجهیزاتو د لېږد خبر ورکړ.

دغه سازمان پرون په ټویټر کې لیکلي، چې دغه تجهیزات د افغانستان په ۹۱ ولسوالیو کې ۳۰۱ مرکزونو ته لېږل شوي دي.

په دوام کې ویل شوي، چې د ژمي پر مهال به دغو روغتیايي مرکزونو ته د سړې هوا له کبله تګ راتګ بند شي.

د روغتیا نړیوال سازمان په خبره، دغه روغتیايي تجهیزات به د درېیو میاشتو لپاره بس وي او نږدې څلور ملیون کسانو ته به ورسېږي.

ګڼ کسان وايي، چې دا مهال په دولتي روغتونونو کې روغتیايي خدمات په سم ډول نه وړاندې کېږي او دوی د سختو اقتصادي ستونزو له کبله نه شي خپل ناروغان شخصي روغتیایي مرکزونو ته یوسي.