د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغان مېرمنو د لیکونو استول به ګټور وي؟

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غونډې یو انځور

د ازادي راډیو اونیز د مخکښو ښځو پروګرام د سلو مېرمنو سلو لیکونو ته چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته یې لېږلي ځانګړی شوی دی.

د خپرونې په پیل کې به واورئ چې ولې افغان مېرمنې دې ته اړې شوې چې خپلې ستونزې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په لیکونو کې ولېږي او د مېرمنو دا کار به څومره د دوی لپاره ګټور وي؟

دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د مخکښو ښځو پروګرام