د اندونیزیا د زلزلې ۱۶۲ قربانیانو له کورنیو سره مرسته کېږي

د اندونیزیا په لوېدیځ کې د جاوا په ولایت کې پرون د ریښتر د پنځه اعشاریه شپږ درجې په کچه زلزله وشوه، چې ۱۶۲ کسان یې ووژل او په سلګونه نور یې ټپیان کړل.

د اندونیزیا حکومت د زلزلې ۱۶۲ قربانیانو له کورنیو سره مرسته کوي.

د اندونیزیا ولسمشر جوکو وادیدو نن جاوا ولایت ته ورغی، هلته یې د مرستو دا ژمنه وکړه او له ژغورونکو څخه یې وغوښتل چې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د اندونیزیا په لوېدیځ کې د جاوا په ولایت کې پرون د ریښتر د پنځه اعشاریه شپږ درجې په کچه زلزله وشوه، چې ۱۶۲ کسان یې ووژل او په سلګونه نور یې ټپیان کړل.