طالبان: په کابل کې یوې چاودنې دوه کسان وژلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

د دوشنبې په شپه په کابل کې یوې چاودنې لږ تر لږه دوه کسان وژلي دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې تایید کړه چې چاودنه د کابل ښار څلورمې حوزې اړوند درېیم پروان سیمه کې یو کرولا ډوله موټر کې شوې.

هغه زیاته کړې چې موټر اور اخیستی او په کې دوه ناست کسان وژل شوي.

ځدراڼ زیاته کړه چې سیمې ته د پلټنې ټیم تللی او ډېر جزییات به وروسته شریک کړي.