امریکا: شمالي کوریا باید د توغندیو د ازمویلو حساب ورکړي

ارشیف

د امریکا متحدو ایالتونو ویلي شمالي کوریا باید د توغندیو د ازمویلو حساب ورکړي.

تېره اونۍ پیونګ یانګ یو بین البراعظمي بالستیک توغندی و ازمایه چې د امریکا خاورې ته د رسېدو توان لري.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا توماس ګرینفیلډ پرون د دغه سازمان په غونډه کې وویل، دا مهمه ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځلس غړي متحد ځواب ووايي.

هغې د دغه سازمان د امنیت شورا له مشرتابه وغوښتل چې په دې اړه یوه اعلامیه صادره کړي.

ګرینفیلډ د متحده ایالاتو هغه تورونه تکرار کړل چې روسیه او چین د امنیت شورا د مخې په نیولو سره پیونګ یانګ ته د توغندیو د ازمویلو جرئت ورکړی.

په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر ژانګ جون وویل، هېواد یې د کوریا په ټاپووزمه کې د کړکېچ د زیاتېدو په اړه اندېښمن دی او له امنیت شورا څخه غواړي چې د تاوتریخوالی په کمولو کې مرسته وکړي، نه دا چې تل د پیونګ یانګ غندنه وکړي او فشار پرې راولي.

له غونډې وروسته ګرین فیلډ د امنیت شورا د اتو دایمي غړو په ګډون د څوارلسو هېوادونو ګډه اعلامیه ولوستله چې په کې د شمالي کوریا وروستۍ ازموینه غندل شوې وه.