ايران په افغانستان کې د ترهګريزو ګواښونو مخنيوي لپاره د ګډې کمېټې جوړېدو وړانديز کړی

د ايران بيرغ

افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ترهګرۍ د ګواښونو د مخنیوي لپاره د ایران او افغانستان ترمنځ د امنیتي اطلاعاتو د تبادلې د یوې ګډې کمېټې د جوړېدو وړاندیز کړی.

د ایران تنسیم خبري اژانس لیکي، حسن کاظمي د مسکو له ناستې وروسته پرون په تهران کې ویلي، د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي لپاره د ایران او افغانستان لپاره اړینه ده چې د امنیتي او اطلاعاتو د تبادلې ګډه کمېټه جوړه کړي.

هغه زیاته کړې، ترهګري تر پولو محدوده نه‌ده، بلکې په افغانستان کې دننه بې‌‌ثباتي او نا امني د دې هېواد ګاونډیان او د سیمې ټول هېوادونه اغېزمنولای شي.

قُمي ویلي، د افغانستان ګاونډیان دې د همغږۍ یا امنیتي کمېټې په چوکاټ کې له افغانستان سره مرستې وکړي او تر خوا دې د امنیتي ځواکونو د روزنې، د معلوماتو په تبادله او د تجهیزاتو په برابرولو کې له کابل سره همکاري وکړي.

د داسې مشترک کمېسیون د جوړېدو غوښتنه موږ ته نه‌ده رسېدلې. کله چې وشي بیا پرې خبرې کولای شو چې شرایط به یې څه وي او څه ډول."

نوموړي یو ځل بیا په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه هم کړې.

خو طالبان بیا وايي، له افغانستانه ګاونډیانو او د سیمې او نړۍ هېڅ هېواد ته ترهګریز ګواښ پېښ نه‌‌دی او له ایرانه یې هم تر اوسه د امنیتي او اطلاعاتي معلوماتو د تبادلې په اړه د کومې کمېټې د جوړېدو وړاندیز نه‌دی تر لاسه کړی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل: "موږ غواړو له خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې ولرو او د متقابل درناوي پر بنسټ یې دا اړیکې تحکیم کړو. دا کار شوی هم دی، د ځینو وړو ستونزو د حل لپاره هم لارې چارې شته. البته د داسې مشترک کمېسیون د جوړېدو غوښتنه موږ ته نه‌ده رسېدلې. کله چې وشي بیا پرې خبرې کولای شو چې شرایط به یې څه وي او څه ډول."

ذبيح الله مجاهد

خو ایا د ترهګرۍ ګواښ د له‌منځه وړو لپاره د دې ډول کمېټو جوړېدو ته اړتیا شته او کومه ګټه لري؟

د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم دا پوښتنه ځوابوي.

هغه دولت چې اوس‌ په کابل کې د طالبانو په مشرۍ حاکم شوی، مسوولیت لري چې د ګاونډیانو او نړیوالې ټولنې اندېښنې رفع کړي."

نوموړی وايي: "د تروریستي شبکو پر فعالیت د څارنې لپاره چې ګمان کېږي ځینې یې په افغانستان کې دي او د ګاونډیو، د سیمې هېوادونو او شاید هم لېرې هېوادونو پر ضد فعالیت کوي، د کمېټې د جوړولو لپاره اړتیا نه‌شته، بلکې هغه دولت چې اوس‌ په کابل کې د طالبانو په مشرۍ حاکم شوی، مسوولیت لري چې د ګاونډیانو او نړیوالې ټولنې اندېښنې رفع کړي."

د مسکو په غونډه کې چې تېره اوونۍ وشوه، هم د افغانستان ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه وښوده.

په دې اړه نور: ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ايران له افغانستان سره د ګډ کمېسيون جوړېدو غوښتنه کړې

له افغانستانه د ترهګرۍ د ګواښ اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د اګسټ په لومړۍ نېټه اعلان وکړ، چې د جولای د ۳۱مې په سهار د امریکا په برید کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل کې په خپل استوګنځي کې وژل شوی دی.

خو د طالبانو حکومت له ژمنې سره سره د دې برید په اړه تر اوسه د خپلو څېړنو جزیات نه‌دي شریک کړي.

مخکې بیا د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي و، دوی کوم جسد نه‌دی موندلی، ځکه د نوموړي په خبره امریکا په دې بریدکې داسې باروت کارولي، چې هر څه یې له‌منځه وړي.