د اوکراين پر زاپوريژيا اټومي بټۍ ۱۲چاودنې شوي

د زاپوريژيا اټومي بټۍ تاسيسات

د اوکراین پر زاپوریژیا اتومي بټۍ، چې د روسي پوځیانو په کنټرول کې ده، د توپ د بریدونو په نتیجه کې پرون او وړمه ورځ ۱۲ چاودنې شوي دي.

د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې له دغو چاودنو وروسته شدید خبرداری ورکړ.

د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې رئیس رافایل ګروسي د یو ستر اټومي ناورین په باب د خبرداري ورکولو په ترڅ کې وویل، له اور سره مه لوبېږئ.

روسیه او اوکراین پر یو بل تور پورې کوي چې پر ژاپوریزیا یې د توپونو حملې کړي دي.