امريکا کې د همجنس‌بازانو په يوه کلب کې د بريد پر مهال ۵ کسان وژل شوي

د امريکا پوليس

د امریکا د متحدو ایالتونو د کلرادو ایالت د همجنس‌بازانو په یوه کلب کې تېره شپه یوه ۲۲ کلن وسله‌وال کس په ډزو سره ۵ کسان وژلي او ۲۵ نور ټپیان کړي دي.

حمله کوونکی وروسته د پولیسو له‌خوا ونیول شو.

په سیمه کې د پولیسو مشر اډرین واسکویز (Adrian Vasquez) وویل، په دې کلب کې تر حملې وروسته دوې وسلې موندل شوې دي.

پولیسو حمله کوونکی انډرسن لي الډریچ بللی، چې په توقیف کې دی او د ټپونو درملنه یې روانه ده.